IQNA

که حقیقی اسلامی وحدت وائ،نو دغزې د مظلوموخلکو د عامې وژلې کتونکي به نه وو

10:28 - February 22, 2025
د خبر لمبر: 3490677
ایکنا – شیخ الازهر شیخ احمد الطیب په یولړڅرګندونو کې روښانه کړې ده ، د فلسطین او غزې موضوع  د مونږ لپاره  یو عبرت او پند دی ،که حقیقی اسلامی وحدت او یووالی مو درلودلی ،نو هیڅکله به د پرله پسې د څه دپاسه شپاړسو میاشتو لپاره د بې ګناه عامو خلکو او ماشومانو  د قتل عام پشمول  د غزې د هیڅ یوې پیښئې د  لیدو شاهدان  نه وو او د له خپل ټاټوبی څخه د فلسطین د  مظلومو خلکو د کوچولو د پلان آوریدونکي به نه وو.

ایکنانیوز د الیوم  السابع له قوله راپور راکړ،شیخ الازهر احمد الطیب په بحرین کې دخپلې پاتیکیدا په ځاي کې د ملایشیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره کتنه کړې او د مشترکې ملګرتیا  د پیاوړتیا  دلارو چارو په باب ئې ورسره مشورې وکړې.

په دغې کتنې کې شیخ الازهر ووئيل، د مسلمانانو وحدت او یووالی  د اسلامی امت د اعتماد د بیرته ترلاسه کولو او د پرمختګ و ثبات لپاره  یوازینۍ لاره چاره ده،څو  وتوانیږو،  له ټولو بحرانونو سره که څه هم ډیره کمه هڅه ده ، مقابله وکړو دا هماغه شی دی چې مونږ  ئې ددغه سمینانر ترسره کولو ته وهڅولو څو مختلفو مذهبونه  له یوه بل سره په خبرواترو سره  همپالنه او یووالی او وحدت ترلاسه کړي او په وحدت ماتوننکو او له مینځه  وړونکو  شخړو او ترینګلتیاؤ کې  له دینه  ناسمه استفاده پاي ته ورسوو.

شیخ الطیب  د دیني عالمانو او سیاسی مشرانو ترمینځ دخبرواترود چینلونو د پرانیستو او هلوځلو دغږمله کولو  او دغه راز د رالتونکو سیالی ګټو باندې د اسلامی ورورولۍ او دامت دراتلونکی  د مقدم بللو په ضرورت په ټينګار سره ووظیل؛ وحدت او یووالی یو داسې دیوال دی چې ددې په شتون سره به هیڅوک  اسلامی امت ته د تاوان د رسولو جوګه  نه وي او له دې پرته به ،هیڅوک له قدرت او پرمختګ سره سره ، غوړیدا او عزت ته ونه رسیږي.

 شیخ الازهر دغه راز ووئيل؛ تفرقه او درز یوه داسې ناروغي او کمزوری ده چې  د درست اسلامی  امت ترمینځ په ګډ برخلیک باندې باؤر او خبرې اترې  ئې درملنه کولی شي. د فلسطین او غزې موضوع  د مونږ لپاره  یو عبرت او پند دی ،که واقعي او حقیقي اسلامی وحدت وائ ،نو هیڅکله به د پرله پسې تر شپاړسو میاشتو پورې  د بې ګناه خلکو او ماشومانو د عامو وژلې  او له خپل ټاټوبی څخه د فلسطین د مظلومو خلکو د کوچولو  په څیر د هیڅ یوې پیښې او غمیزې  کتونکي نه وو.

     په دوام کې د ملایشیا لومړی وزیر انور ابراهیم هم ټینګار کړی چې ملایشیا  د اسلامی امت د مذهبونو تر مینځ د خبرواترو د کانفرنس  د نتیجو ملاتړ او درستې نړۍ په تیره بیا د جنوب ختیخي آسیا ته هیوادونو ته ئې د ورپيژندلو لپاره تیار دی.

هغه اسلامی وحدت ته  د ملایشیا پر اهتمام او له تفرقې او ډلبندیو څخه  ډډه کولو ته د خپل هیوادپر  اهتمام په ټينګار سره  ووئیل؛ تاسو  له  لوړ ځائيګي برخمن یاست او په اسلامی نړۍ کې  د احترام وړ شخصیّت یاستئ او مونږ  باید د اسلامی مذهبنونو ترمینځ  همپالنې او خبرواترو  اهمیّت ته او پر هغو کسانو  باندې د لارو بندولو اهمیّت ته چې د اسلامی امت د دړې وړې کولو په هڅو پسې دي،  د مسلمانانو د اقناع  او قانع کولو لپاره  ورڅخه  استفاده وکړو.

د یادولو ده چې  د اسلامی خبرواترو  کنفرانس د ؛واحد امت، مشترګ برخلیک ؛ په عنوان سره  د  ایران د اسلامی  جمهوریت پشمول  له درستې نړۍ څخه د ۶۴ هیوادونو په مشارکت او د شیخ الازهر  احمد الطیب په شتون سره د کب د میاشتې په لومړۍ نیټه   په بحرین کې پیل شوی او د جمعې تر مازدیګره ئې  د پایزې اعلامیې په خپرولو سره خپل کار پاي ته ورساوه.

https://iqna.ir/fa/news/4267344   

captcha